ads

د حزب اسلامي مشر: طالبان دې په کابل کې خپل دفتر پرانيزي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار وايي، جګړه ګټونکی نه لري او تېرو ۱۷ کلونو څرګنده کړه، چې هېڅوک هم نه شي کولای جګړه وګټي.

نویسنده: mayar
4 وری 1397
د حزب اسلامي مشر: طالبان دې په کابل کې خپل دفتر پرانيزي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار وايي، جګړه ګټونکی نه لري او تېرو ۱۷ کلونو څرګنده کړه، چې هېڅوک هم نه شي کولای جګړه وګټي.

نوموړي، چې نن يې په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، ملت د سوله غوښتونکو تر څنګ ولاړ دی او له جګړه کوونکو کرکه کوي.

حکمتيار وايي، د سولې په تړاو مشخصه طرحه لري، چې له مخې يې بايد په افغانستان کې يوه غیر جنګي سيمه رامنځته شي، چې هلته د هېڅ لوري وسله وال وجود ونه لري او د ټولو اړخونو کورنۍ په کې په مصئونيت سره ژوند وکړي.

د حزب اسلامي د مشر په خبره، طالبان دې په کابل کې خپل دفتر پرانيزي.

حکمتيار زياته کړه، خپله دغه طرحه يې د جمهور رئیس غني پر مېز هم پرته ده او سپينې ماڼۍ او پنټاګون ته هم لېږل شوې ده.

نوموړي ټينګار وکړ، چې دا طرحه يې پر جمهور رئيس سربېره له يو شمېر نورو مشرانو سره هم شريکه کړې او هغوی پر ډېرو مادو ورسره توافق کړی دی: ((يوازې دوی د غیر جنګي سيمې په تړاو ملاحظات لرل، پر نورو ټکو موافق وو.))

د حزب اسلامي مشر داسې مهال د سولې د طرحې يادونه کوي، چې تر دې وړاندې د دغې طرحې ځينې جزيات نيويارک ټايمز ورځپاڼې خپاره کړي وو او له يو شمېر غبرګونونو سره هم مخ شوي وو، خو حكمتيار د دغو غبرګونونو په تړاو وويل، چې خبرې يې تحريف شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA