ads

مزار شريف كې د نوروز سږنى جشن كمرنګه دى

امنيتي مسوولين د بلخ ولايت مركز مزار شريف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په هدف د کلکو امنيتي تدابيرو ډاډ ورکوي، خو د دې ښار اوسېدونکي وايي، چې سږنى جشن د تېرو کلونو په پرتله زياته ګڼه ګوڼه نه لري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 وری 1397
مزار شريف كې د نوروز سږنى جشن كمرنګه دى

امنيتي مسوولين د بلخ ولايت مركز مزار شريف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په هدف د کلکو امنيتي تدابيرو ډاډ ورکوي، خو د دې ښار اوسېدونکي وايي، چې سږنى جشن د تېرو کلونو په پرتله زياته ګڼه ګوڼه نه لري.
هر کال د وري مياشتې په لومړۍ نېټه د سيمې په کچه د هېواد په شمالي ولايت بلخ کې د نوروز جشن نمانځل کېږي.
د دغه جشن په مزار شريف ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه پر روضې د جنډې له پورته کېدو پيلېږي، چې د ملي سرود په غږولو او د توپونو په ډزو د زرګونو کسانو په وړاندې درول کېږي.
ياد جشن ته هر کال د هېواد له ډېرى ولايتونو د زرګونو کسانو پر تګ سربېره له بهره هم خلک ورځي.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله يې په لوړه کچه امنيتي تدابير نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د روضې شاوخوا پنځه امنيتي کمربندونه جوړ او په ټول ښار کې څلور زره امنيتي سرتېري د امنيت ساتنې لپاره ګومارل شوي دي.
نن، چې د نوي ۱۳۹۷يم لمريز كال لومړۍ ورځ ده، په مناسبت به يې په ټول هېواد كې مېلې جوړې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA