د سوريې له ختيځې غوطې او عفرين سيمې په داسې حال کې خلک په تېښته دي، چې سوري او ترکي پوځونه د خپلو دښمنانو په وړاندې پر عملياتو بوخت دي.
د ځينو خپرو شوو شمېرو له مخې، په وروستيو څو ورځو كې شاوخوا ۵۰ زره تنه د سوريې له دوو سيمو، ۲۰ زره له ختيځې غوطې او ۳۰ زره نور له عفرين سيمې تښتېدلي دي.
ختيطه غوطه د وسله والو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړې مرکز دی.
د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي، پرون په کفر بطنا سيمه کې په هوايي بريدونو کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه ووژل شول.
د روسيې دفاع وزارت اټکل کړی، چې پرون له ختيځې غوطې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وتلي دي.
بل لور ته په ملګرو ملتونو کې د سوريې سفير بشارالجعفري د دغه سازمان امنيت شورا ته په خبرو كې ادعا كړې، چې وړمه ورځ له ختيځې غوطې ۴۰ زره کسان وتښتېدل.
د جعفري دغه ادعا په خپلواک ډول نه ده تاييد شوې.
پر ټولنيزو شبکو خپاره شوي انځورونه لوړ عمره خلک په ګرځنده چوکيو کې او ماشومان ښيي، چې د والدينو په واسطه يې د ختيځې غوطې په کنډوالو کې وړل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ