سپينه ماڼۍ وايي، د امريکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ اقتصادي سلاکار او د اقتصاد د ملي شورا رئيس ګري کوهن له خپلې دندې استعفا کړې ده.
سپينې ماڼۍ دغه خبر د يوې خبرپاڼې له لارې خپور کړی دی.
يو شمېر سرچينې وايي، وروسته له هغې، چې د وارداتي تعرفو پر لوړېدو له ټرمپ سره د کوهن اختلافونه زيات شول، نو له خپلې دندې يې استعفا وکړه.
دا په داسې حال كې ده، چې روانه اونۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريكا د جمهور رئيس په واکمنۍ کې د استعفاوو او اخراجولو د لړۍ په اړه يو راپور خپور كړى دى.
په دې راپور كې ويل شوي، چې د ټرمپ په لومړي کاري کال کې ۳۷ لوړپوړي چارواکي له سپينې ماڼۍ يا په خپله خوښه وتلي او يا هم مجبور کړاى شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ