په خوست ولايت کې د تنکيو ځوانانو د فوټبال د شپږو لوبډلو تر منځ لوبې ترسره شوې.
د دغه ولايت د فوټبال فدراسيون استازی عبدالفتاح واکمن وايي، له دغو لوبو يې هدف په خوست کې د فوټبال لوبې وده او د لوبغاړو پياوړي کول دي.
واکمن زياتوي، په دغو لوبو کې د باران د اورښت له کبله يوازې ۶ لوبډلو برخه اخيستې وه.
دا تنکي ځوانان له ۱۲ تر ۱۵ کلونو عمرونه لري.
دغه لوبې د هرې جمعې په ورځ، د فوټبال ملي لوبغالي په اکاډمۍ کې سهار پيلېږي او تر ماښامه دوام کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ