ads

سوريه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۵۰ تنه وژل شوي

د سوريې د حکومت هوايي او توپچي بريدونو پرون د دغه هېواد په ختيځ ښارګوټي غوطه کې له سلو ډېر کسان وژلي دي.

نویسنده: mayar
2 کب 1396
سوريه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۵۰ تنه وژل شوي

د سوريې د حکومت هوايي او توپچي بريدونو پرون د دغه هېواد په ختيځ ښارګوټي غوطه کې له سلو ډېر کسان وژلي دي.

په دې سره په تېرو ۴۸ ساعتونو کې هلته د وژل شوو کسانو شمېر ۲۵۰ ته ورسېد.

د سوريې د بشري حقونو بريتانيا مېشته ډله وايي، چې دا په ۲۰۱۳ کال کې له کېمياوي بريد وروسته په دوو ورځو کې تر ټولو زيات ملکي تلفات دي.

د سرچينې په وينا، د سې شنبې ورځې په بريدونو کې ۱۰۶ کسان وژل شوي دي.

د سوريې دولتي الوتکو په تېرو دوو ورځو کې د مخالفينو تر کنټرول لاندې شپږ روغتونونه بمبار کړي، چې له ډلې يې درې له فعاليته لوېدلي دي.

ملګرو ملتونو ويلي، په دغو بريدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ډله وايي، د دې راپور په اورېدو يې ټکان خوړلی، چې شپږ روغتونونه تر بريد لاندې راغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA