ads

په هلمند کې په ځوانانو ۲۹۰ جلده کتابونه ووېشل شول

په هلمند کې د یکشنبې په ورځ د مطالعې د کلتور د دودولو په هدف په سلګونو فرهنګپالو ځوانانو ته وړیا کتابونه ووېشل شول. د دې کتابونو د وېش پر مهال د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فرید احمد فرهنګ وویل، د دوی په هلو ځلو تول ټال ۲۹۰ ټوکه بېلابېل کتابونه د قلم لار ټولنې په مرسته چمتو او هغو کسانو ته ورکړل شول چې له مطالعې سره مينه لري.

نویسنده: mayar
2 سلواغه 1396

فرید احمد فرهنګ د هلمند په فرهنګي مرکز کې د خپلو خبرو پرمهال دا هم وویل چې د کتابونو د وېشلو دغه لړۍ به نه یوازې په لښکرګاه ښار کې وي بلکې د دې ولایت تر نورو ولسواليو ته به هم وغځول شي.

له بل لوري د قلم لار ټولنې مشر عطاالله ويسا له ځوانانو غوښتنه وکړه چې دغه کتابونه تر مطالعې وروسته نورو ځوانانو ته هم ورسوي څو ترې ګټه پورته کړي.

ويسا زياته کړه، هڅه کوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د کتابونو د وېش لړۍ د دې ولایت نورو سيمو ته هم وغځوي تر څو هلته هم د کتاب لوستلو فرهنګ ژوندی وساتي.

له بل لوري په دغه پروګرام کې ګډون کوونکي ځوانان او فرهنګپال وايي، په کتابونو کې ګټور معلومات شته چې د دوی پر سويې او ژوند مهم اغېز لري.

دوی وايي، چې د دا ډول پروګرامونو په مرسته کېدای شي د ځوانانو په منځ کې مطالعې ته لېوالتيا ډېره شي او ذهنونه يې هم ورسره روښانه شی.

د یادولو ده چې دا لومړی ځل دی چې هلمند کې سلګونو ځوانانو ته کتابونه ورکول کېږي تر څو يې له مطالعې سره مینه زیاته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA