ads

يوويشتو ولايتونو ته د پوهنې رياست نوي رييسان معرفي شول

د پوهنې وزارت د اړيکو او عامه پوهاوي رياست وايي، ۲۱ ولايتونو ته يې د پوهنې رياستونو لپاره په پوهنې وزارت کې د سي بي ار پروسې د عملي کولو په دوام ۲۱ نوي رييسان وټاکل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 مرغومی 1396
يوويشتو ولايتونو ته د پوهنې رياست نوي رييسان معرفي شول

د پوهنې وزارت د اړيکو او عامه پوهاوي رياست وايي، ۲۱ ولايتونو ته يې د پوهنې رياستونو لپاره په پوهنې وزارت کې د سي بي ار  پروسې د عملي کولو په دوام ۲۱ نوي رييسان وټاکل.

سرچينه وايي، دغو رييسانو پرون له جمهور رييس محمد اشرف غني سره وکتل او رسماً خپلو دندو ته معرفي شول.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  جمهور رييس له دې رييسانو وغوښتل، چې په پوره پاکۍ، قاطعيت او جديت سره کار وکړي او دا په پام کې ولري، چې دنده يې تر ټولو مهمه او حياتي ده.

نوموړي له نويو معرفي شويو کسانو دا هم وغوښتل، چې ۱۳۹۷ کال به د معارف د حشر د کال په نامه نومول کېږي او دې ته دې تيار وي، چې په دې کال کې څومره اغېزناک کارونه کولی شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ابراهيم شينواري هم له نويو ټاکل شويو رييسانو سره په خبرو کې غوښتنه کړې، چې په پوره جديت سره چارې همغږې، اصلاحات پلي او کارونه منظم کړي.

د يادولو ده، چې د پوهنې وزارت د پاتې ١٣ ولايتونو لپاره د پوهنې د نويو رييسانو د ګومارنې په اړه څه نه دي ويل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA