د کاپیسا د ښاروالۍ مسوولين وايي، سږ کال یې یوازې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې کړې دي او د تېرو کلونو په پرتله ګڼو دولتي ادارو دوی ته د نمرو په بدل کې پیسې هم نه دي ورکړي.
په دې اړه د کاپیسا د ښاروالۍ سرپرست غلام سخي رحیمي کلید ته وویل، چې په روان کال کې د کاپیسا د مرکز لویه څلور لارې او یو لویه ودانۍ چې د کاپیسا د بېلابېلو سیمو د استازو د غونډو په هدف جوړه شوې.
نوموړی زياتوي، ښاروالۍ د رېګروان په سیمه کې یو لوی تفریحي پارک او د صیادو په تفریحي سیمه کې يې هم یو شمېر ودانۍ جوړې کړې دي.
د ښاروال په وینا، د ځینو پروژو پیسې د ښاروالۍ له خوا او ځینې د مالیې وزارت د مرستو په بنسټ پلي شوې دي، چې ټول لګښت ۱۱ ميليونه افغانیو ته رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې د څو کلونو راهیسې د کاپیسا په مرکز کې د دوه لویو ښارګوټو د جوړېدو چارې هم د څو کلونو راهیسې همداسې نيمګړې پاتې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ