ads

ملګري ملتونه: د ايران په اړه د امنيت شورا د غونډې جوړولو ته اړتيا نشته

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ايران په اړه د امريکا غوښتنه رد کړې ده.
امريکا له امنيت شورا غوښتي و، چې د ايران په تړاو بېړنۍ ناسته وكړي.
ايراني رسنيو د امريكايي چارواكو له قوله ويلي، چې دوى د لاريون کوونکو ملاتړ کوي او د همدې ملاتړ لپاره يې له امنيت شورا د غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده. خو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دوره يي مشر د امريکا دغه غوښتنه رد کړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
13 مرغومی 1396

هغه ويلي، چې د ايران مسئله دومره جدي نه ده او د امنيت شورا د غونډې جوړولو ته کومه اړتيا نه ليدل کېږي.
په ايران كې له تېرې پنجشنبې راهيسې حكومت ضد لاريونونه دوام لري او تراوسه په كې د ۲۲ كسانو د وژل كېدو ادعا شوې ده.
دا لاريونونه د ناوړه اقتصادي حالت او د بيو لوړوالي په اعتراض پيل شوي وو، خو وروسته يې سياسي بڼه غوره کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA