ads

له ترکمنستان څخه د واردېدونکو توکو د څرنګوالي او کيفيت په اړه غونډه وشوه

د ملي يووالي حكومت د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ له ترکمنستان څخه د واردېدونکو توکو د څرنګوالي او کيفيت په اړه غونډه وشوه.

نویسنده: sarwan
26 لیندۍ 1396
له ترکمنستان څخه د واردېدونکو توکو د څرنګوالي او کيفيت په اړه غونډه وشوه

د ملي يووالي حكومت د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ له ترکمنستان څخه د واردېدونکو توکو د څرنګوالي او کيفيت په اړه غونډه وشوه.

د اجرائيه رياست په خبرپاڼه كې راغلي، په دې غونډه کې لومړى د نفتو سوداګرو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شريکې کړې او ويې ويل، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د شوي تړون له مخې افغان سوداګرو ۷۰ زره ټنه پټرول له ترکمنستان څخه پلورلي، چې ۳۰۰ ټنه يې هېواد ته را لېږدول شوي، خو کيفيت يې مناسب نه دى.

هغوى زياته كړه، له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې له سرګردانۍ سره مخ دي، وارد شوو تېلو ته د استفادې او يا د بېرته مسترد کېدلو اجازه نه ورکول کېږي.

عبدالله عبدالله په دې اړه د سوداګرۍ خونې، د نورم او سټنډرډ او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت اړوند د نفتي ادارې نظرونه هم واورېدل.

هغه د نفتو ادارې، ماليې او بهرنيو چارو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې هر څه ژر دې د يادو تېلو په اړه د بهرنيو چارو وزارت له لوري ترکمنستان ته د تېلو د بېرته استرداد مکتوب ورکړل او تېل دې بېرته دغه هېواد ته انتقال شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA