د هرات ولایت د ښځو چارو ریاست د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاين د پای ته رسېدو خبر ورکوي.
د هرات د ښځو د ریاست د حقوقي چارو سلاکاره زهرا رحماني وايي، دغه کمپاین د نوامبر د ۲۵مې ورځې په مناسبت په انجیل، ګذره، کرخ، زنده جان، کهسان او غوریان ولسوالیو کې ترسره شو.
هغي زياته کړه، په دغه کمپاین کې د ښځو له حقونو د دفاع یو شمېر ټولنو او د حج او اوقاف ریاست هم مهم رول درلود.
نوموړې دغه کمپاین د ښځو په وړاندې د تاوترخوالي د منځه وړلو په موخه پيل کړی و، خو له دې سره سره بیا هم په تېرو لسو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوترخوالي شاوخوا ۶۰۰ پېښې په ياد رياست کې ثبت شوې دي.