ads

نامعلومو وسله والو د هرات يو قومي مشر وواژه

د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو يو قومي مشر وژلی دی.

نویسنده: sarwan
15 لیندۍ 1396
نامعلومو وسله والو د هرات يو قومي مشر وواژه

د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو يو قومي مشر وژلی دی.
د هرات د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر سرپرست سيد احمد محمدي کليد ته وويل، ياد سړی د زنده جان ولسوالۍ د ريګ د کلي مشر و، چې د دوو موټر سايکل سپرو وسله والو له لوري د کلاشينکوف په ډزو ووژل شو.
د محمدي په وينا، ياد مشر غلام مودود احمدي نومېده او د پوليسو د ۶۰۶ لوېديځ انصاري زون د وياند ورور و.
نوموړی زياتوي، د پېښې د څېړلو په باب د پوليسو يو پلاوی ټاکل شوی او سيمې ته لېږل شوی دی، چې څېړنې وکړي.
د يادولو ده، چې تر ډېره داسې پېښې د نا مسوولو وسله والو لخوا رامنځته کېږي، چې دې مسلې د ځايي اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA