د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست په چوکاټ کې د UNDP ادارې له لوري له کډوالۍ راستنوو شوو بې روزګاره ځوانانو لپاره د شپږ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د سلام يا د افغان معيشت او کارموندنې د ملاتړ په نوم پنځه کلنه پروژه پيلېږي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د دې پروژې د پيلېدو په هدف د UNDP ادارې استازو د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شېرزاد سره لومړنۍ تدابيري غونډه وکړه.
د غونډې په مهال شېرزاد ويلي، ياده پروژه يوازې په ننګرهار کې منظور شوې او درې پړاوونه لري، چې يو يې په هېواد کې دننه د کار پيدا کول، دويم يې له هېواده بهر د کار پيدا کول او درېيم بهر ته د غير قانوني مهاجرتونو مخنيوى دى.
نوموړي زياته كړې، د دغې پروژې عملي چارې به په نږدې ورځو کې پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ