د پکتيا لويه زرمت ولسوالي په دوو ولسواليو ووېشل شوه.
د پکتيا ولايت مقام څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه كار د ولايتي ادارې په هڅو، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهور رئيس د امر پر بنسټ ترسره شوى دى.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې د روحاني بابا په نوم بله نوې ولسوالي ايجاد شوې ده.
سرچينه وايي، ګرده څېړۍ ولسوالي هم د پکتيا په رسمي ولسواليو کې شمېرل شوې ده.
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي د ولايتي ادارې له هڅو خوښ دي او په خبره يې، د نوې ولسوالۍ په ايجاد او د تشکيل په ورکړې سره به ډېرى سيمې باامنه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ