د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، پرون مازديګر د تګاب ولسوالۍ په احمدزيو سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا پنځه وسله وال طالبان له وسلو او چاودېدونکو توكو سره يو ځاى نيول شوي، چې اوسمهال په زندان کې دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې دغه طالبان د عامه نظم پوليسو د كمين په ترڅ كې نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې له تېر يو کال راهيسې د تګاب په جنوبي برخه کې د امنيتي ځواکونو او د حکومت د وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړې روانې دي، چې له كبله يې ګڼ شمېر كسانو خپلې سيمې پرېښې دي.