ads

د پکتيکا د والي د دندې ځنډول رد شول

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پکتيکا د والي د محمدالياس وحدت د دندې ځنډول رد کړل.
د دې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده کليد ته د محمدالياس وحدت د دندې ځنډول رد کړل او دا يې تشې اوازې وبللې.

نویسنده: sarwan
7 لیندۍ 1396
د پکتيکا د والي د دندې ځنډول رد شول

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پکتيکا د والي د محمدالياس وحدت د دندې ځنډول رد کړل.
د دې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده کليد ته د محمدالياس وحدت د دندې ځنډول رد کړل او دا يې تشې اوازې وبللې.
تر دې وړاندې ويل کېدل، چې د پکتيکا د والي محمدالياس وحدت، د امنيې قوماندان جنرال محمد عظيم هاشمي او د سپين غر زون د پوليسو د قوماندان اسدالله شېرزاد دندې د جمهور رييس له لوري ځنډول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د يکشنبې په ورځ د پکتيکا په مرکز ښرنه ښار کې د پوليسو د ريزرف د قطعې د قوماندان رمزي اندرابي او د ښار د لومړۍ حوزې د قوماندان تحمل شېرزاد ترمنځ په خپل منځي نښته کې د نظامي او ملکي کسانو په ګډون ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
چې په باب يې، تېره ورځ په ښرنه کې يو پراخ لاريون وشو او د دې پېښې عاملينو د علني محکمې غوښتنه يې کوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA