ads

د هلمند ښځينه زده کوونکې: په لارو کوڅو کې مو هلکان زوروي

د هلمند د نجونو د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکې وايي، کوڅه ډب ځوانان يې په لارو او کوڅو کې زوروي او ښوونځيو ته د ورتګ مخه يې نيسي.

نویسنده: sarwan
23 لړم 1396
د هلمند ښځينه زده کوونکې: په لارو کوڅو کې مو هلکان زوروي

د هلمند د نجونو د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکې وايي، کوڅه ډب ځوانان يې په لارو او کوڅو کې زوروي او ښوونځيو ته د ورتګ مخه يې نيسي.
د دې ولايت د مرکز په لښکرګاه ښار کې د ملالۍ په نوم د يوه ښوونځي زده کوونکو کليد ته وويل، ياد ښوونځی څه کم پنځه زره زده کوونکې لري، چې د ښوونځي د پيل او رخصتۍ پرمهال د يو شمېر موټر سايکل سپرو ځوانانو له لوري په پرله پسې ډول زورول کېږي، چې د نجونو له سره پړوني او د کتابونو بکسې يې ترې اخلي.
دوی وايي، له تېرو شپږو میاشتو راهيسې دوی زورول دوام لري او زياتوي، که دولت د دغو کسانو د مخنيوي لپاره کوم اقدام ونه کړي، نو ډېرې نجونې به ښوونځيو ته لاړې نه شي.
په ورته وخت کې د ملالۍ ښوونځي مدیره زینب هم د هلکانو لخوا په سړکونو د نجونو زورول مني خو زياتوي يو ځل يې په تور څو تنه نيول شوي هم دي، خو د امنیتي ادارو لخوا بېرته هغه خوشې شوې دي.
زينب زياته کړه، که چېرې د ښځینه زدهکوونکو زورول همداسې دوام وکړي امکان شته چې ځینې نجونې ښوونځي پرېږدي.
د هلمند د پوهنې د رياست مسوولين په دې اړه بې خبري ښيي.
په ورته وخت کې د هلمند والي حيات الله حيات بيا وايي، چې تر اوسه ورته په دې اړه د پوهنې ریاست لخوا کوم شکایت نه دی شوی، خو ژمنه يې وکړه، چې د امنیتي او کشفي ادارو په مرسته به نه یوازې د ښونځیو د ښځینه زده کوونکو بلکې په ټول ولایت کې د هغو کسانو مخه ونيسي، چې بې ځایه خلک زوروي.
د یادولو ده، چې اوس مهال په هلمند کې ۶۱زره ښځینه زده کوونکې ښونځیو ته ځي، چې د دې ولایت د پوهنې د ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې ټر ټولو ډېرې ښځینه زده کوونکې په مرکز لښکرګاه ښار او ګرشک ولسوالۍ کې په زده کړو بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA