ads

حوا علم نورستانۍ: اطلاعاتو ته د لاسرسي كميسيون خپلواک نه دی

اطلاعاتو ته د لاسرسي د كمېسيون مسوولين وايي، له دې كبله اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې پرتې ستونزې په خلاص لاس نه شي حل كولى، چې دغه كمېسيون خپلواك نه دى.

نویسنده: sarwan
3 لړم 1396
حوا علم نورستانۍ: اطلاعاتو ته د لاسرسي كميسيون خپلواک نه دی

اطلاعاتو ته د لاسرسي د كمېسيون مسوولين وايي، له دې كبله اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې پرتې ستونزې په خلاص لاس نه شي حل كولى، چې دغه كمېسيون خپلواك نه دى.
د نوموړي كمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ د چارشنبې په ورځ په هغه غونډه كې چې معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د يونسكو په مرسته جوړه شوې وه وويل، دوى اوس معلوماتو ته د لاسرسي د قانون تعديلي طرحه هم چمتو كړې ترڅو د دې طرحې په تصويب سره ياد كمېسيون خپلواك شي.
هغې په ورته وخت كې له حكومت څخه غوښتنه وكړه، چې په راتلونكي مالي كال كې ياد كمېسيون ته ځانګړې بوديجه او د ولايتي دفترونو امكانات وركړي.
په همدې حال كې اجراييه رييس عبدالله عبدالله په ياده غونډه كې د خبرو پرمهال معلوماتو ته لاسرسى د خلكو حق وګاڼه او ژمنه يې وكړه، چې حكومت به د خلكو له دغه حق څخه ملاتړ كوي.
هغه زياته كړه، چې نيمګړي معلومات د خلكو او دولت ترمنځ واټن زياتوي، په ورته وخت كې يې دولتي چارواكو ته هم خبردارى وركړ، چې هېڅوك نه شي كولى له قانوني چوكاټه بهر له رسنيو او يا له هرهغه چاسره چې خلكو ته معلومات رسوي داسې چلند وكړي چې هغوى ته ګواښ وي.
دغه راز د جمهوري رياست مرستيال وياند دواخان مينه پال هم وايي، معلومات د خلكو حق دى خو مني چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه كې به ستونزې وي، خو په خبره يې چې حكومت ژمن دى دغه ستونزې هم حل كړي.
خو په ورته وخت كې يو شمېر خبريالان او د خبريالانو له حقونو د دفاع بنسټونه وايي، لاهم خبريالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه كې ګڼې ستونزې لري، دوى زياتوي چې په ځانګړې توګه د څېړنيزو راپورونو په برخه كې خبريالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه كې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د كليد ګروپ عمومي مشره نجيبه ايوبي وايي، معلوماتو ته د لاسرسي قانون له تصويب او توشېح وروسته خلك هيله من وو، چې په دې برخه كې به اسانتياوې رامنځته شي خو په خبره يې ياد قانون هم د نورو قوانينو په څېر عملي نه شو او معلوماتو ته د لاسرسي كومه پروسه چې اوس د فورم ډكولو له لارې ترسره كېږي، ډېره اوږده ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يووالي حكومت درې كاله وړاندې د خپل كار په لومړيو كې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشېح كړ او ژمنه يې وكړه، چې دوى به اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه كې ټولې ستونزې له منځه وړي، خو د خبریالانو په خبره د ملي يووالي د حكومت د مشرانو ژمنې هماغسې د كاغذ پرمخ پاتې شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA