د تخار د اشکمش ولسوالۍ په قينار بازار کې ماين چاودنې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير وايي، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې په يو هوټل کې د ځای پر ځای شوي ماين له کبله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د اسير د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې يو پخوانى سيمه ييز قوماندان نازکمير هم شامل دى.
د چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ