د پاکستان د بلوچستان مرکز کوېټه ښار کې بمي چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي، ياده چاودنه نن سهار شاوخوا اتې بجې او دېرش دقيقې شوې، چې په کې د پنځو پوليسو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او دوه ويشت تنه نور ټپيان دي.
رپوټونه وايي، دا چاودنه هغه مهال شوې، چې نوي سرياب سيمه کې يو لوی موټر دېرش تنه امنيتي سرتېري د دندې ځای ته لېږدول.
تر اوسه د دې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ