ads

د نادعلي بې ځايه شوي بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي چې د جګړو پر مهال له خپلو سيمو بې ځايه شوي وو، بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

نویسنده: sarwan
26 تله 1396
د نادعلي بې ځايه شوي بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي چې د جګړو پر مهال له خپلو سيمو بې ځايه شوي وو، بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
د نادعلي يو شمېر اوسېدونکو کليد ته وويل، دوی د جګړې پرمهال يوازې ماشومان او ښځې ايستلې وې او نور يې کورونه ډک پاتې شوي وو، خو اوس يې په کورونو کې هېڅ هم نه دي پاتې.
دغه اوسېدونکي وايي، په لسګونه کورونه يې له وسله والو سره د مخامخ جګړو تر څنګ د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو پرمهال په کنډوالو بدل شوي دي، خو اوس له حکومت څخه غواړي، چې د کورونو د جوړولو ترڅنګ يې کلي او کورونه له خښ کړل شويو ماينونو پاک کړي.
په ورته وخت کې د نادعلي ولسوالۍ د عامه نظم د پنځمې لېوا د همايوي کنډک قومندان سمونيار قيس نظامي کليد وويل، له هغو کورنيو سره چې بېرته راستنېږي مرسته کوي او په کورونو کې يې ځای پر ځای شوي ماينونه له منځه وړي.
داپه داسې حال کې ده، چې د نادعلي ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې عمليات پيل شوي دي او سيمه ييز چارواکي وايي، چې د نادعلي ولسوالۍ يو شمېر سيمې يې له وسله والو نيولې دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د حکومتي چارواکو دا ادعا ردوي او وايي، دمګړۍ لاهم د دوی ملګري له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او د يادې ولسوالۍ ټولې سيمې د دوی تر ولکې لاندې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA