ځينې افغان سوداګر غواړي په ترکيه کې د کانونو په يوه نندار تون کې ګډون وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند صيام الدين پسرلي منلې، چې ياد سوداګر به په ترکيه کې د کانونو په ترسره کېدونکي نندارتون کې ګډون وکړي.
پسرلی زياتوي،افغان سوداګر به د ګڼو تجربو د تر لاسه کولو تر څنګ له ترکي سوداګرو سره، دوی ته په افغانستان کې د شته فرصتونو په باب خبرې وکړي.
د پسرلي په وينا، دغه نندارتون د اکټوبر په ۱۸ مه پرانېستل کېږي او په پای کې به افغان سوداګر له بهرنيو سوداګرو سره ځينې تړونونه هم لاسليک کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ