ads

جمهور رئيس غني د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سره په بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی

جمهور رئيس محمداشرف غني د امريکا متحده ايالتونو ته د خپل سفر په درېيمه ورځ پرون د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج سره وکتل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رييس محمد اشرف غني هند د افغانستان ښه دوست وباله او همدارنګه يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاريو قدردانۍ وکړه.

نویسنده: sarwan
30 وږی 1396

په دغه کتنه کې دواړو لورو، د سيمې د امنيت، تروريزم سره د مبارزې او د افغانستان او هند تر منځ د ګډو سوداګريزو اړيکو د لا پراختيا په اړه بحث وکړ او همدارنګه يې د امريکا نوې ستراتيژۍ د سيمې د ثبات لپاره ګټوره وبلله.
جمهور رئيس غني وويل، د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله به هند ته خپل راتلونکي سفر کې له هندي سوداګرو د سوداګرۍ د فرصتونو، د کرنې د ودې، بشري پانګونې، د اوبو د مديريت او د هوايي دهلېز د پرمختګ په اړه بحث او خبرې وکړي.
د هند د بهرنيو چارو وزيرې د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ په برخه کې د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئيس هلې ځلې وستايلې او د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو او زېربنايي پروژو فرصتونه يې د سيمې د ثبات او انکشاف لپاره ګټور وبلل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA