د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، اچین او بټي کوټ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې برید کې ۴ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال وايي، چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هوایي برید کړی، چې پرمهال یې دوه د لښکر اسلام وسله والې ډلې غړي وژل شوي دي.
مشرقیوال دغه راز وایي، چې د یوه بل برید په ترڅ کې د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردهي سیمه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو یې ټپي شوی دی.
سرچینې زياته کړه، چې په بریدونو کې د دولت مخالفو وسله والو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د دولت مخالفو وسله والو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.