د هلمند چارواکي وايي، د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو ۱۵ ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د امنیې قومندانۍ مطبوعاتې ویاند دويم څارن عبدالسلام افغان کلید ته وویل، چې تېره شپه ناوخته افغان امنیتي ګډو ځواکونو د ناوې ولسوالۍ د سرخدوز دوه لارې په سیمه د وسله والو طالبانو پرضد عملیات کړي، چې د دغه عملیاتو پرمهال ۱۰وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي.
د افغان په خبره د جګړې په سيمه کې د وسله والو طالبانو ۷جسدونه هم پاتې شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې دغه راز د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په ډې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.