د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، په هېواد کې د سياسي ګوندونو شمېر ډېر زيات دی، خو ملي او سرتاسري نه دي.
نوموړي دا خبره د پنجشنبې په ورځ د حسين خېلو سرتاسري قومي شورا مشرتابه او غړو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې د حكمتيار له قوله راغلي، په هېواد كې بايد ملت شموله ګوندونه موجودي وي، نه دا چې په يوې ځانګړې ډلې او قوم پورې تړاو ولري.
د هغه په وينا، سياسي ګوندونه او قومي شورا ګانې بايد ملي بڼه غوره کړي او د ټول ملت د ارادې ښکارندويي وکړي.
د حزب اسلامي مشر زياته كړه، ځينې كسان د ملي يووالي د زيانمنولو هڅې کوي او غواړي قومونه د يو بل په ضد وجنګوي، خو د ده په خبره، د افغانستان خلک اوس پوهېدلي او د جنګ غوښتونکو او نفاق اچوونکو ملاتړ نه کوي.
حکمتيار د سولې په ټينګښت کې د قومونو ونډه ارزښتناکه وبلله او زياته يې کړه، چې هر افغان بايد د سولې او ثبات لپاره مټې راونغاړي، ترڅو جګړه ختمه او په هېواد کې د سرتاسري سولې ټغر خور شي.