ads

اروزګان كې ۵۱ ميله وسلې د ډاياگ پروسې ته وسپارل شوې

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ له لوري نن ۵۱ ميله بېلابېل ډوله وسلې د ډاياګ پروسې ته وسپارل شوې.
د اروزګان سرپرست امنيه قوماندان رحمت الله صديقي وايي، دغه وسلې، چې شپږ ميله پيکاوې، ۲۰ ميله کلاشينکوفونه، څلور ميله راکټونه، شپږ ميله تومانچې او نورې ډول ډول فعاله او غيرې فعاله وسلې پکې شاملې دي، د امنيتي ځواکونو له لوري په بېلابېلو عملياتو کې نيول شوې وې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 زمری 1396

نوموړى زياتوي، امنيتي ځواكونو يې سږ كال د دغو وسلو ترڅنګ ۲۰۰۰ماينونه او نور ناچاوده مهمات هم موندلي او خنثى کړي دي.
بلخوا د اروزګان مرستيال والي عبدالواحد پټان په دغو مراسمو كې وويل، چې د يادو وسلو په سپارلو سره به تر يوه بريده د غيرې مسوولو وسله والو مخه ونيول شي.
هغه زياته كړه، د ډاياګ پروسې ته د سپارل شوو وسلو ځينې به افغان ځواکونو ته ورکړي او پاتې نورې به يې د ډاياګ مرکزي څانګې ته ولېږدول شي.
پټان وايي، هغه کسان، چې وسلو ګرځولو ته اړتيا لري، د اروزګان له امنيه قوماندانۍ څخه دې د وسلو ګرځولو قانوني جواز ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده، چې د ناقانونه وسلو شتون خلکو ته اندېښنې پيدا کړي او وايي، هغه کسان، چې له ځانونو سره ناقانونه وسلې ساتي، د ناامنيو سبب كېداى شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA