ads

غني: د لوړو زده کړو سيسټم د بدلون لپاره بايد يو لړ بېړني اقدامات وشي

جمهوررئيس محمد اشرف غني وايي، د هېواد اوسنى د لوړو زده كړو سيستم د اوسنيو شرايطو او اړتياوو لپاره ځواب ويونكى نه دى او په خبره يې د دغه سيستم د بدلون لپاره بايد يو لړ بېړني اقدامات وشي.

نویسنده: sarwan
26 زمری 1396
غني: د لوړو زده کړو سيسټم د بدلون لپاره بايد يو لړ بېړني اقدامات وشي

جمهوررئيس محمد اشرف غني وايي، د هېواد اوسنى د لوړو زده كړو سيستم د اوسنيو شرايطو او اړتياوو لپاره ځواب ويونكى نه دى او په خبره يې د دغه سيستم د بدلون لپاره بايد يو لړ بېړني اقدامات وشي.
جمهوررئيس غني يادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په هېواد كې د پوهنتونونو او لوړو زده كړو د موسسو د نوي تحصيلي كال د پيل په مراسمو كې وكړې.
نوموړي زياته كړه، په دې بايد اعتراف وشي چې د لوړو زده كړو اوسنى سيستم، نصاب او اوسنۍ فضا د وخت له اړتيا سره سم نه دي.
جمهوررئيس غني په ورته وخت كې محصلين خپلو مسؤليتونو ته متوجه كړل او غږ يې پرې وكړ چې پوهنتونونه د ستونزو د رامنځته كولو ځاى نه دى، بلكې په خبره يې پوهنتونونه د ستونزو د حل كولو ځاى دى.
هغه محصلينو ته په خطاب كې وويل، چې ستاسو دنده د هېواد ثبات، پرمختګ او په هېواد كې د فقر او بېوزلۍ پاى ته رسول دي.
جمهوررئيس محمداشرف غني په خپلو خبرو كې د لوړو زده كړو وزارت او د پوهنتونونو په مسؤلينو هم غږ وكړ، چې په هېواد كې د لوړو زده كړو سيستم معياري كړي، ترڅو د افغانستان د پوهنتونونو د ليسانس سند د سيمې او نړۍ په هېوادونو كې قبول شي.
په همدې حال كې د لوړو زده كړو وزارت سرپرست وزير عبداللطيف روشن هم ژمنه وكړه چې د لوړو زده كړو په سيستم كې به د پام وړ اصلاحات رامنځته كړي.
هغه زياته كړه چې ژمن دى ترڅو د حكومتي لوړپوړو چارواكو له لارښوونو او مرستې سره سم په پوهنتونونو كې د محصل محورۍ سيستم رامنځته كړي.
دا په داسې حال كې ده چې ا وسمهال په هېواد كې ګڼ دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده كړو موسسې فعاليت لري، خو د چارو شنونكي بيا د لوړو زده كړو په كيفيت نيوكې كوي او وايي چې د افغانستان لوړې زده كړې په نړيوالو معيارونو نه دي سمبال.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA