په پروان ولايت کې تېره ورځ د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو.
دا پروګرام د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د مرستيال احمد شهير شهريار له لوري پرانيستل شو او په دې اړه جوړو شوو مراسمو كې يو شمېر نورو چارواكو هم ګډون درلود.
شهريار وويل، ولسي تړون يو ملي پروګرام دى، چې د هېواد په ۱۱۷ ولسواليو كې فعاليت لري.
د هغه په وينا، د كليو پراختيا به شاوخوا يو ميليارد ډالره لګښت ولري.
په ورته وخت كې د ولسي تړون پروګرام رئيس غلام رسول رسولي كليد ته وويل، ولسي تړون يو بين الوزارتي پروګرام دى، چې په شپږو برخو كې فعاليت كوي.
هغه زياته كړه، دغه پروګرام به د پروان په سياګرد او شيخ علي ولسواليو كې پلى شي.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ په پروان كې د ولسي تړون پروګرام د رياست ودانۍ، چې له ۱۴ ميليونو افغانيو څخه زيات لګښت پرې شوى، هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ