په پکتیا کې د سولې جام کرکټ سیالۍ چې درې ورځې وړاندې د سیمه يیزو ارګانو خپلواکې ادارې په مالي لګښت پیل شوې وې، احمداباد لوبډله په کې اتله شوه.
په دغو سیالیو کې د پکتیا څلورو منتخبو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې وروستۍ لوبه یې تېره ورځ ماذديګر تر سره شوه.
د پکتیا د بدني روزنې امر ګل کریم سحر وایي، له دې لوبو يې هدف ځوانان نظام ته هڅول او د امنیتي ځواکونو څخه حمایت و: (( د سولې تر عنوان لاندې کړکټ سیالۍ د سیمه يیزو ارګانو د ولسي ملاتړ ریاست لخوا د بدني روزنې او ولایت مقام په همکارۍ تر سره شوې. اتلولي یې احمدباد لوبډلې وکټله. د دغو لوبو هدف ځوانان د نظام په ننګه راټول او له مشروع حکومت څخه حمایت و.))
نوموړی وایي، په راتلونکې کې به د ځوانانو ترمنځ ورته نورې سیالۍ هم په لاره واچوي او کورني ورزش ته به پاملرنه زیاته کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ