د كاپيسا په زندان كې په نشه يي توكو د روږدو زندانيانو درملنه پيل شوې ده.
د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت د زندان لسګونه بنديان په نشه يي توکو روږدي دي، چې ډېرى مهال له ډول ډول ناروغيو سره مخ کېږي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، ډېرى کسان، چې جنايي پېښې په سيمه کې رامنځته کوي، په نشه يي توکو روږدي وي او په زندان كې بيا په بېلابېلو ناروغيو اخته كېږي.
د نوموړي په وينا، په نشه يي توكو د روږدو زندانيانو ځانګړې درملنه يې پيل كړې، چې د درملو ترڅنګ رواني مشورې هم وركول كېږي.
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا د زندان د امنيتي کسانو لخوا د يو شمېر زندانيانو د کورنيو له غړو څخه په وار وار نشه يي توكي نيول شوي، چې زندان ته به يې انتقالول.