د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په اچين ولسوالۍ کې د هوايي او توپچي بريدونو له كبله ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، په وژل شوو داعش وسله والو کې ډېرى يې بهرني وګړي دي، چې جسدونه يې په سيمه کې پراته دي.
د والي وياند زياته كړه، په دغو بريدونو کې د داعش ډلې ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ