د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دفتر هغه رپوټونه رد كړل، چې ګواكې د دوستم الوتکې ته په مزار شريف كې د کېناستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
تېره شپه ځينو رسنيو خبرونه خپاره کړل، چې د جنرال دوستم الوتکه له ترکيې مزار شريف ښار ته راغلې، خو الماني ځواکونو ورته د ناستې اجازه نه ده ورکړې.
د جنرال دوستم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړى تراوسه په ترکيه کې دى او په دې اړه خپاره شوي رپوټونه بې بنسټه دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې رسنۍ دې د ورته بې بنسټه رپوټونو له خپرولو ډډه وکړي.
د سرچينې په وينا، جنرال دوستم په نږدې ورځو کې افغانستان ته د تګ اراده نه لري، خو وخت ته په کتو به هېواد ته ځي او په ترکيه کې د نوي جوړ شوي ايتلاف د ژمنو له مخې به خپل فعاليتونه پيلوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ