ads

خوست کې د کېنول شوو نیالګیو پالنه نه کېږي

كه څه هم هر ځل د نوي کال په پیلېدو سره په خوست کې د دولتي ادارو، مدني ټولنو او ځوانانو له لوري په زرګونو نیالګي کېنول کېږي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې وروسته يې پالنه نه کېږي او ډېر يې له منځه ځي.

نویسنده: sarwan
13 چنګاښ 1396
خوست کې د کېنول شوو نیالګیو پالنه نه کېږي
ipp

كه څه هم هر ځل د نوي کال په پیلېدو سره په خوست کې د دولتي ادارو، مدني ټولنو او ځوانانو له لوري په زرګونو نیالګي کېنول کېږي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې وروسته يې پالنه نه کېږي او ډېر يې له منځه ځي.
دوی وایي، کوم نیالګي چې شنه او زرغون پاتې دي هغه هم اوس د اوبو د نشت له کبله د وچېدو په حال کې دي. خوست مېشتي وايي، که چېرې د ډېرو نیالګیو د کېنول کېدو پر ځای لږ کېنول شوي وای، خو وروسته يې په سم ډول پالنه شوې وای، ښايي تر دې به يې ګټه او اغېز ډېر و.
د خوست يوه اوسېدونکي نعمت الله کلید ته وویل، د هر کال په پیل کې په دغه ولایت کې د نيالګیو د کېنولو کمپاين ښه ګرم وي، خو وروسته يې بیا څوک چندان پالنه نه کوي او د اوبو د نشت له کبله بېرته وچېږي.
دوی وايي، خلک، دولتي ادارې او مدني ټولنې باید د خپلو کېنول شوو نيالګيو ساتنه هم وکړي: ((دلته له اندازې زیات نیالګي کېنول کېږي، نو ښه به وي چې هر څوک او هره اداره د هغوی پالنه هم وکړي او بېرته ترې ونه سوځي.))
نوموړی زیاتوي، چې په دې برخه کې ښاروالي او عام خلک دواړه مسوول دي، چې د کېنول شوو بوټو پالنه وکړي.
له بل لوري د دغه ولایت يو بل اوسېدونکی حسن جان هم وایي، هغسې چې خلک د کال په سر کې د نیالګيو کېنولو ته لېوالتیا لري او په پراخه توګه په دغه کمپاين کې برخه اخلي، وروسته يې بیا هومره پالنه نه کوي. نوموړی زياتوي، کله چې په خوست کې هوا ګرمه شي، دغه نیالګي اوبو ته اړتیا پیدا کوي، خو هېڅوک بیا نشته چې اوبه ور ورسوي: ((دلته ډېر کله کارونه نمایشي بڼه لري، د نیالګيو کېنولو کار هم دې ته ورته دی.)) حسن جان په ښاروالۍ او عامو خلکو دواړو نیوکه کوي.
نوموړی زياتوي، چې په ښار او نيږدې سیمو کې د نیالګیو ساتنه د ښاروالۍ مسوولیت دی، خو عام خلک چې د نيالګيو کېنولو پر مهال له ښاروالۍ سره مرسته کوي باید ددې نیالګيو په ساتنه کې هم له ښاروالۍ سره مرسته وکړي: ((ډېرې کورنۍ شته چې د خپل کور مخې ته کېنول شوی نیالګی یې وچ شوی، چې دلته بیا د ښاروالۍ په پرتله د کور په خاوند ډېر مسوولیت ور اوړي.))
له بل لوري د خوست ښاروال انجنير عبدالبصیر محمدزی وایي، ګرمي زیاته ده خو د دوی اداره يوازې د اوبو پنځه ټانکر لري.
نوموړی زياتوي چې په دې برخه کې یې تر یوې کچې کار کړی دی او په کومو سيمو کې چې د دوی يا مدني ټولنې له لوري نیالګي کېنول شوي دي، تر خپلې وسې يې هڅه کړې اوبه ورکړي، خو د نوموړي په خبره، نیالګي خورا ډېر دی او د دوی اسانتیاوې کمې، له همدې کبله هر څه سم نه دي او دوی له ستونزو سره مخ دي: ((سږ کال یو څه وچکالي ده او بله دا چې د امکاناتو کمښت هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي یو.))
خو ښاروال ژمنه کوي چې ډېر ژر به په يو شمېر سيمو لکه د ټلوېزيون غونډۍ، تخته بيکه او نورو سيمو کې د اوبولو منظم سيسټمونه جوړ کړي، څو په دايمي ډول بوټو ته اوبه ورسېږي او له وچېدو وژغورل شي.
د يادولو ده چې د سږ کال په پیل کې د يو شمېر دولتي او غیردولتي ادارو له لوري د خوست ښار په بېلا بېلو سيمو کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ نیالګي کېنول شول او دې کمپاين ته د زرغون خوست نوم ورکړل شوی و.
خو اوس يې چې په پالنه کې يو څه ستونزې راټوکېدلې، د دغه ښار وګړي يې هم اندېښمن کړي چې هسې نه د خلکو او دولتي ادارو د بې غورۍ له کبله ټول بېرته وچ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA