ads

د ښوونځيو په جوړولو کې د خلکو مرسته

د پکتيکا په مرکز او ولسوالیو کې په وروستیو کې د خلکو له لوري له ښوونځیو په ځانګړي ډول د نجونو له ښوونځيو سره مرسته په حیرانوونکي ډول زياته شوې او په تېر يوه کال کې د ښوونځیو په ودانیو او نورو چارو کې خلکو ۲۳ ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده.

نویسنده: sarwan
10 چنګاښ 1396
د ښوونځيو په جوړولو کې د خلکو مرسته

د پکتيکا په مرکز او ولسوالیو کې په وروستیو کې د خلکو له لوري له ښوونځیو په ځانګړي ډول د نجونو له ښوونځيو سره مرسته په حیرانوونکي ډول زياته شوې او په تېر يوه کال کې د ښوونځیو په ودانیو او نورو چارو کې خلکو ۲۳ ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده.
په پکتیکا کې له هغه وروسته له ښوونځیو سره د خلکو مرسته ډېره شوه چې هلته د ښځينه ډاکټرانو او ښځينه ښوونکو د کمښت ستونزه په جدي ډول احساس شوه.
د پکتیکا د پوهنې رييس محمد نسيم واجد وايي، خلکو د نجونو ښوونځیو د ودانیو په جوړېدو او يو شمېر ښوونځیو ته د برېښنا او اوبو برابرولو په برخو کې ډېرې مرستې کړې دي او په وروستیو کې دغه لړۍ چټکه شوې ده.
نــومــوړي د بېــلــګــې په ډول د یحــییخېل ولسوالۍ د ګوډلو سیمې د نجونو ښوونځي د ودانۍ یادونه وکړه چې په ۲ جریبه ځمکه کې د سيمې د خلکو په مرسته، په دوه میلیونه افغانۍ جوړېږي.
نوموړي د ولسي مرستې د زیاتوالي سبب د چارواکو له خوا ښه خدمتونه وړاندې کول او د ولايتي ادارې، رسنیو او مدني ټولنو له لوري د خلکو هڅول او د رسنيو له لوري د عامه پوهاوي د پروګرامونو وړاندې کول وبلل.
واجد ټينګار وکړ چې په دې وروستیو کې د همدې ولسونو په مرسته، یو شمېر بند ښوونځي هم د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شوي او د نورو د خلاصولو هڅې هم روانې دي.
له بل لوري د سيمې خلک وايي، په دې وروستیو کې د پوهنې ریاست کارونه تر يوې کچې د خلکو له هرکلي سره مخ شوي دي، د فساد مخه نیول شوې او کارونو پرمختګ کړی، له همدې کبله خلکو هم د پوهنې رياست سره لاس يو کړی او د پوهنيز بهیر د پرمختګ لپاره يې مټې بډوهلې دي.
په پکتیکا ولایت کې داسې مهال د پوهنې له بهیر سره د خلکو له مرستو خبرې کېږي او د يوه ښوونځي په ودانولو کې په مستقيم ډول خلک برخه اخلي چې په دغه ولایت کې په وروستیو کې په ځانګړي ډول په زدهکړو د سنبالو نجونو او مېرمنو د نشت ستونزه احساس شوه او تر دې مهاله هم دغه ولايت یوازې يوه متخصصه ډاکټره لري.
د دغه ولایت چارواکو هم له خلکو غوښتنه کړې وه چې که غواړي دغه ستونزې يې حل شي او ډېرې ښځينه ډاکټرانې او ښځينه ښوونکې ولري، نو باید خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي، زدهکړې وکړي او بېرته د خپلې سيمې لپاره خدمت وکړي.
د يادولو ده چې نه يوازې په پکتیکا کې په مستقيم ډول خلک د ښوونځیو په جوړولو کې برخه اخلي، بلکې تر دې وړاندې په غزني او يو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو په مستقيم ډول د ښوونځيو د ودانیو په رغولو کې مرسته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA