د ناټو سازمان سرمنشي وايي، چې تراوسه يې ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د اضافي سرتېرو د لېږلو ژمنې کړې دي.
ينس سټولټنبرګ دا خبره نن د بلجيم پايتخت بروكسل كې د ناټو سازمان او د غوڅ ملاتړ ماموريت د متحدينو د دفاع وزيرانو د غونډې له پيلېدو مخکې په يوه خبري غونډه کې وکړه.
هغه زياته کړه، په دې يو ورځنۍ غونډه کې به د ناټو پر دفاعي بوديجې او ترهګرۍ ضد مبارزې سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.
سټولټنبرګ وويل، چې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو قوماندان او ځانګړى ملکي استازى، د اروپايي اتحاديې استازى او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير ګډون وكړي.
د ناټو سرمنشي اعلان وکړ، چې افغانستان ته د لېږل كېدونكو اضافي سرتېرو کره شمېر به د غونډې په پاى کې په ډاګه شي.
د هغه په وينا، تراوسه د ناټو ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو ژمنې کړي او په نننۍ غونډه كې د يو شمېر نورو هېوادونو ژمنو ته هم سترګې پر لاره دى.
سټولټنبرګ زياته كړه، د اضافي سرتېرو د لېږلو معنا دا نه ده، چې هغوى به په افغانستان كې له وسله والو طالبانو او نورو افراطي ډلو سره په جګړه کې ګډون کوي، بلكې د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې او ورته د مشورې وركولو چارې به پرمخ وړي.