ads

خيبر پښتونخوا كې د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه درې درجې زلزله شوې

د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې نن سهار د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
پاکستاني رسنيو د ځمکپېژندنې ادارې چارواکو له قوله ويلي، نن سهار په پېښور، چترال او يو شمېر نورو سيمو کې د ريکټر په کچه د پنځه اعشاريه درې درجې زلزلې ټکانونه محسوس شوي، چې په خلکو کې يې وېره خپره کړې ده.

نویسنده: sarwan
7 چنګاښ 1396

پاکستاني چارواكو د زلزلې مرکز د هندوکش د غرونو لړۍ ښودلې ده.
تراوسه د احتمالي زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA