ads

د امريکا د دفاع وزير پر افغان ستراتېژۍ د خبرو لپاره جرمني ته رسېدلی

په داسې حال کې، چې د امريکا لوى درستيز د افغانستان لپاره د متحدو ايالتونو پر ستراتېژۍ د وروستيو خبرو لپاره کابل ته راغلى، د دغه هېواد د دفاع وزير جنرال جېمز ماټيس په همدې هدف د سې شنبې په ورځ جرمني ته ورسېد.

نویسنده: sarwan
7 چنګاښ 1396

واشنګټن ايګزاماينر خپرونه وايي، جرمني په ناټو کې د متحدو ايالتونو مهم غړى دى او ماټيس غواړي، چې د افغانستان لپاره پر نوې ستراتېژۍ د جرمني له چارواکو سره سلامشوره وکړي.
ټاکل شوې ماټيس د پنجشنبې په ورځ د بلجيم پايتخت بروکسل کې وي، ترڅو د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو سره په دې اړه خبرې وکړي، چې ايا هغوى غواړي د افغانستان جګړه بريالۍ پاى ته ورسول شي.
په همدې حال كې د امريكا لوى درستيز جنرال جوزف ډانفورډ، چې د دوشنبې په ورځ كابل ته راغلى، په افغانستان كې د خپل پوځي ماموريت او د دې هېواد د امنيتي وضعيت پر ارزيابۍ بوخت دى.
خبري سرچينې وايي، ډانفورډ تراوسه پورې په بګرام كې مېشتو امريكايي سرتېرو سره ليدلي او په كابل كې يې د واشنګټن سفير سره د افغانستان سياسي او امنيتي حالت په اړه مفصلې خبرې كړې دي.
ټاكل شوې نوموړى نن په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA