ads

د کم عمره نجونو ودول؛ لا هم یو جدي ستونزه

د افغانستان په يو شمېر سيمو کې خلک د خپلو اولادونو د ودولو ټاکلي عمر ته پام نه کوي او ډېری وخت يې په ماشومتوب کې ودوي. دغه ناوړه دود په یوې مشخصې سيمې پورې اړوند نه دی، بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې دغه ډول پېښې لیدل شوې دي.

نویسنده: sarwan
31 غبرګولی 1396
د کم عمره نجونو ودول؛ لا هم یو جدي ستونزه

د افغانستان په يو شمېر سيمو کې خلک د خپلو اولادونو د ودولو ټاکلي عمر ته پام نه کوي او ډېری وخت يې په ماشومتوب کې ودوي. دغه ناوړه دود په یوې مشخصې سيمې پورې اړوند نه دی، بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې دغه ډول پېښې لیدل شوې دي.
په ډېری دغه ډول پېښو کې کم عمره نجونې له واده وروسته له سختو ستونزو سره مخ شوې دي.

له کوره تېښته
د بشري حقونو خپلواک کميسیون وايي، په کم عمر کې د نجونو ودول ډېری وخت د طلاق او تفريق، ځان وژنې، له کوره د تېښتې، رواني ستونزو او داسې نورو سبب کېږي.
د دغه کميسيون چارواکي وايي، تېر کال په کم عمر کې د نجونو د ودولو تر ټولو ډېرې پېښې په هرات ولایت کې ثبت شوې دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سيمه ييز دفتر مشر عبدالاحد فرزان کلید ته وویل، په ټوليز ډول يې تېر ۱۳۹۵کال په افغانستان کې په کم عمر کې د ودونو ۲۵۰ پېښې ثبت کړې دي: ((په ټوله کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د کم عمره ماشومانو ودونه ترسره کېږي، خو موږ سره د تېر کال ثبت شوې شمېرې ښیي چې تر ټولو ډېر د کم عمر ودونه هرات کې ترسره شوي دي او تر ټولو کم يې په پروان ولایت کې ترسره شوي دي.))
فرزان زياتوي، دوی هڅه کوي په دې تړاو عامه پوهاوی ډېر کړي چې د ماشومانو د ودولو مخنیوی وشي.
له بل لوري ډېری هغه نجونې چې په کم عمر کې واده شوې له سختو ستونزو سره مخ شوې دي. له دې ډلې يو شمېر يې د امن کورونو ته هم انتقال شوې دي. د کابل د امن کور کې مو له يوې داسې مېرمنې سره ولیدل چې په ۱۴ کلنې کې مور شوې وه.
دغه مېرمن چې د خپل نوم له ښودلو ډډه کوي وایي، شاخوا اته کاله مخکې یې له خوښې پرته واده کولو ته اړ شوې وه، خو کله چې یې ډیرې سختۍ او وهل ډبول ولیدل، نو اړ شوه چې د امن کور ته پناه یوسي: ((دیارلس کلنه وم، ښه مې په یاد دي چې په بن یې ورکړم، هر څه مې وویل چې نه غواړم له دې کس سره واده وکړم، هېچا مې غږ وانه ورید، د نکاح پر وخت مې هم ترونه راته د ایجاب او قبول لپاره راغلل، له ډاره مې هغه کس قبول کړ، یو کال وروسته مې له واده لور پیدا شوه، ډیرې بدې ورځې مې ولیدې.))
نوموړې زیاتوي: ((هغه ورځ مې ښه یادېږي چې د ناروغۍ په بستر کې وم، خاوند مې راغی او ویې وهلم، درد مې دوه چنده شو، خو هېچا راته پام ونه کړ، بیخي ستړې شوم، د ګاونډي ښځې مې پر حال زړه وسوځېد او د کورنۍ محکمې ادرس یې راکړ چې بلاخره دلته راغلم.))
هغه څو کاله کیږي چې د امن په خونو کې بې برخلیکه شپې او ورځې تیروي.

د ديني احکامو هېرول
که څه هم په کم عمر کې او په زور ودول د اسلامي احکامو خلاف عمل دی، خو په افغانستان کې ډېری وخت دغسې پېښې رامنځته کېږي او د کورنۍ له لوري نجلۍ په کم عمر کې او په زور ودېږي.
ډېری دغه ډول نجونو وروسته سختې ورځې لیدلې دي، د دوی له ډلې یوه هم زلفیه ده.
د نوموړې پر مخ د وهلو ډبولو ټپونه له ورايه ښکاري، هغه وايي، د پلار په خوښه یې له یو چا سره کوژده وشوه چې وروسته یې همدا کوژده د ژوند د ترخو شپو او ورځو پیل شو: ((عمر مې کم و، پلار مې په خپله خوښه ورکړم،له ما نه یې پوښتنه ونه کړه، هر څومره چیغې مې چې ووهلې چا وانه ورېدې، بالاخره مې خپل کوژدن ته وویل چې نه غواړم ورسره واده وکړم.))
هغه د خپل پخواني کوژدن له لوري د وهلو ټکولو د پېښو ياد ودردوله، له سترګو يې اوښکې روانې وې او بیا يې زياته کړه: ((له کوژدن سره مې د کوژدې د فسخې د موضوع له شریکولو څو ورځې وروسته له وسله والو سره یوځای راغی، زموږ په کور يې بريد وکړ، مور او پلار یې راته ووهل او زه یې له ځان سره یوړم، هلته یې چې څه ظلم له لاسه کېده ويې کړ.))
زلفیه وایي، په هغه ورځ یې ورباندې جنسي تیری هم وکړ او وروسته له یوې اوونۍ وهلو ډبولو چې د وجود ځېنې هډوکي يې هم مات شوي و او د مرګ تر حده رسیدلې وه، روغتون ته استولې وه.
زلفیه اوس هم د همدې ظلمونو له کبله له ګڼو روغتيايي ستونزو ځورېږي او له مايعاتو او اوبلنو خوړو پرته بل څه نه شي خوړلای.
په داسې حال کې چې په زور د کم عمره نجونو ودول د اسلام خلاف عمل دی، خو اوس مهال يو دود ګرځېدلی او دې ډول خلکو اسلامي احکام هېر کړې دي.
له بل لوري مولوي عبدالواحد واحدي وایي، په زور او اجبار د کم عمره ماشومانو ودول حرام او له اسلامه لرې کار دی.
هغه زیاتوي اسلام د واده لپاره تر ټولو مخکې د نجلۍ رضایت شرط ګڼلی دی، نو ځکه اړینه ده چې د افغانستان په اسلامي ټولنه کې کورنۍ دې ټکي ته پام وکړي او ځان له دې سترې ګناه وژغوري: ((ګورﺉ د اسلام په مبارک دین کې راغلي، د واده اصل مینه ده، خو که چېرې یو پلار خپله لور مجبوروي چې له خوښې پرته یې له چا سره واده وکړي، نو د هلک او نجلۍ تر منځ مینه هېڅ موجوده نه وي، په دې سره ورو ورو په کورنیو کې کرکه ډېرېږي چې بالاخره د کورنۍ د پاشل کېدو سبب کېږي.))
هغه په کورنیو غږ کوي که د دین او مذهب لاره تعقیبوي، نو د نکاح عقد لپاره دې د دواړو خواوو نظر واخلي او اولادونه دې پرېږدي چې په خپله خوښه ګډ ژوند وکړي.

د بشر حقونو د ملاتړو رول
که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې د بشري حقونو ګڼو فعالانو او بنسټونو په کم عمر کې او په زور سره د نجونو د ورکړې د مخنيوي په برخه کې هڅې کړې دي، خو ویل کېږي هومره پایله يې نه ده لرلې.
خان ولي عادل هغه ځوان دی چې د خپلې کورنۍ د دغه ډول پرېکړې پر وړاندې ودرېد. د نوموړي په خبره کورنۍ يې غوښتل څو کم عمره نجونې په بدو کې ورکړي.
خان ولي عادل د شاوخوا شپږو کلونو راهیسې مبارزه کوي او څو میاشتې وړاندې یې په کابل کې د اعتراض په هدف خیمه هم درولې وه. عادل وایي باید د هغو خلکو ذهنونه بدل شي چې ټولنه د بدبختۍ په لور بیایي.
په افغانستان کې د ناوړه دودونو پر وړاندې د کلونو راهیسې مبارزه دوام لري، خو دا نېږدې یوه میاشت کېږي چې د افغانستان حکومت له نړیوالو سره یو ځای په داسې یوه ملي عملیاتي پلان کار کړی چې په عملي کولو سره به یې د کم عمره ماشومانو له ودونو مخنیوی وشي.
د کم عمره ماشومانو د ودونو د مخنیوي پلان د افغانستان د ښځو چارو او اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري د کاناډا هېواد په ملاتړ جوړ شوی دی.
اخوا د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني وایي چې د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره اړینه ده چې د کم عمره نجونو له ودونو مخنیوی وشي.
هغه وایي، په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوی علت په کم عمر کې د نجونو ودول دي. نوموړې ټينګار وکړ، که چېرې کورنۍ د خپلو کوچنیو لوڼو له ودولو لاس وا نه خلي نو دا ستونزه به د افغانستان لپاره به په یو لوی سر خوږي بدله شي.
له بل لوري په افغانستان کې د کاناډا سفیر کېنیت نیوفیلد هم په کم عمر کې د ماشومانو د ودولو له کبله اندېښنه ښيي او وایې په افغانستان کې د فقر زیاتوالی ددې سبب شوی چې کورنۍ خپلې لوڼې ونه شي ساتلای او دې ته اړ کېږي چې په کم عمر کې یې واده کړي.
د هغه په خبره، د دغه ناوړه دود له کبله په افغانستان کې نجونې له خپلو حقونو بې برخې شوې دي. نوموړی زیاتوي، هیواد یې په افغانستان کې د کم عمره ماشومانو له ودونو د مخنیوی په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دی.
له بل لوري د ملګرو ملتونو استازی بانت اندیانابانجي هم وایي چې په کم عمر کې د نجونو ودول له دوی ډېری هغه فرصتونه اخلي چې باید لاسته يې راوړي: ((کم عمره نجونې کولای شي په ښه توګه علم او پوهه کسب کړي او که چیرې نن ترې ملاتړ وشي، نو په راتلونکي کې به د خپلې ټولنې لپاره ډیرې ګټورې ثابتې شي.))
نوموړی له اړوندو ادارو غواړي، څو د کم عمره ماشومانو د ودونو په مخنیوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
که څه هم افغانستان يوه اسلامي ټولنه ده، خو تر دې مهاله هم د افغانستان په ډېری سيمو کې نجونې په کم عمر کې او په زور سره ودېږي، هغه څه چې د اسلامي احکامو خلاف عمل دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA