ads

جوزجان کې ۴۰ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته کې ۴۰ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
31 غبرګولی 1396
جوزجان کې ۴۰ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته کې ۴۰ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري نن کليد ته وويل، داعشيانو له وړمې ورځې هڅه کوله، چې د درزاب ولسوالۍ مرکز په خپله ولکه کې راولي، خو د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
نوموړي زياته کړه، داعش وسله وال تېره شپه توانېدلي وو، چې د درزاب ولسوالۍ د ستراتېژيکې سيمې پنځوس مترۍ ته ځانونه ورسوي، خو د امنيتي ځواکونو د مقاومت له کبله درانه تلفات ور واوښتل او له سيمې په شا شول.
د غفوري په خبره، په دې نښته کې ۳۰ داعشيان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي، چې په وژل شوو کسانو کې د بشير او محمود په نومونو د داعشيانو دوه قوماندانان هم شامل دي.
د جوزجان د والي وياند وويل، چې په دغه نښته کې دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA