د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وايي، په تېر يوه کال کې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې نږدې دوه زره ځوانان په دندو ګومارل شوي دي.
وحدت دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په پکتيکا کې له ۲۷۹ تنو ښوونکو د ازموينې اخيستلو په مهال وکړې.
نوموړي وويل، د کار د پيل له لومړيو يې هڅه دا وه، چې وړ ځوانان په مناسبو ځايونو کې په دندو وګوماري او په دې سره په دې برخه کې د ځوانانو مايوسي ختمه کړي.
د وحدت په خبره، د شفافيت د اصل په مراعتولو سره يې دغه هدف ترلاسه کړ او د ځوانانو د بې کارۍ ستونزه يې په پکتيکا کې تر ډېره راکمه کړه.
د يادونې ده، په پرونۍ ازموينه کې ۲۷۹ تنو ګډون کړى و، چې له ډلې يې ۱۸۵ تنه دولسم پاس، ۷۲ لېسانسه او ۲۲ تنه له څوارلسم ټولګي فارغ وو.