د کندهار ولايت په تخته پل ولسوالۍ کې د كركټ د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شوې د روژې جام شل اوريزې سيالۍ د تخته پل مرکزي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د بست زون په نوښت او د تخته پل د ولسوال شاه ولي خان اڅکزي په مالي مرسته ترسره شوې.
د يادو سياليو پايلوبه کې د تخته پل مرکزي لوبډلې په ۱۴ اوورونو کې ۱۲۹ منډې جوړې کړې، خو د اتحاد افغان لوبډلې ياد هدف پوره نه شو کړاى، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۰۲ منډې جوړې کړې او د تخته پل مرکزي لوبډلې ته يې د ۲۷ منډو په توپير لوبه وبايلله.
تر پايلوبې وروسته د تخته پل ولسوال او د دې ولسوالۍ د شورا مشر لوبغاړو ته جايزې ووېشلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ