پوليسو نن په هرات ولايت كې دوه تنه له ۱۳ اعشاريه ۵ كيلو ګرامه ترياكو سره نيولي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، ياد کسان د بادغيس ولايت اوسېدونکي دي او دغه نشه يي توكي يې په يوه ګاز ډبه كې په ډېر ماهرانه ډول ځاى پر ځاى كړي وو.
هغه زياته کړه، ياد کسان په انجيل ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توكو په ضد د مبارزې مديريت پوليسو ونيول.
وليزاده په ډاګه نه کړه، چې قاچاق وړونکو دغه نشه يي توكي چېرته انتقالول.