ads

د خوست د اداري کمپلېکس د ځينو سيمو د زرغونولو چارې پيل شوې

د خوست د اداري کمپلېکس ودانۍ كې تېره ورځ د حکومتي ادارو د شاوخوا خالي سيمو د زرغونولو چارې پيل شوې.

نویسنده: sarwan
10 غبرګولی 1396
د خوست د اداري کمپلېکس د ځينو سيمو د زرغونولو چارې پيل شوې

د خوست د اداري کمپلېکس ودانۍ كې تېره ورځ د حکومتي ادارو د شاوخوا خالي سيمو د زرغونولو چارې پيل شوې.
په دې اداري کمپلېکس کې ګڼې حکومتي ادارې فعاليت لري، چې شاوخوا سيمې يې خړ ډاګونه دي.
د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، چې د دغو ډاګونو د زرغونولو چارې يې د ښار جوړونې وزارت په مالي مرسته پيل کړې.
ده ژمنه وکړه، چې د دې پروژې له کارونو څخه به ټينګه څارنه وشي.
د خوست په اداري کمپلېکس کې د بېلابېلو ادارو مراجعين وايي، چې دوى ته لا هم اسنتياوې نه دي برابرې شوې.
دوى زياتوي، چې په اداري کمپلېکس کې د کارونو د خلاصولو لپاره په ګرمۍ او سړې هوا کې انتظار باسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA