ads

شمالي كوريا نن سهار بل توغندوی ازمويلی

امريکايي پوځي چارواکي وايي، چې شمالي کوريا نن سهار وختي يو بل د لنډ واټن بالستيک توغندى ازمويلى دى.

نویسنده: sarwan
8 غبرګولی 1396
شمالي كوريا نن سهار بل توغندوی ازمويلی

امريکايي پوځي چارواکي وايي، چې شمالي کوريا نن سهار وختي يو بل د لنډ واټن بالستيک توغندى ازمويلى دى.
شمالي کوريا د لنډ واټن دغه بالستيک توغندى په داسې حال کې ازمويلى، چې دوه ورځې وړاندې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې پر شمالي کوريا دې د توغندويي ازموينو په غبرګون كې نور اقتصادي بنديزونه ولګول شي.
شمالي کوريا په تېره يوه مياشت کې څو ځله د بالستيک توغنديو ازموينې ترسره کړي، چې په سيمه کې يې جنوبي كوريا او جاپان سخت اندېښمن كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA