ads

سوداګرې ښځې ملاتړ غواړي

۱۲ کاله وړاندې د افغان سلطان راضيه په نوم د حكاكۍ او ګاڼو جوړولو شركت د اېټاليې په مرسته په فعالیت پیل وکړ او ښځو او نجونو ته به يې د زرګرۍ او حكاكۍ په برخو كې روزنه وركوله.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
سوداګرې ښځې ملاتړ غواړي

۱۲ کاله وړاندې د افغان سلطان راضيه په نوم د حكاكۍ او ګاڼو جوړولو شركت د اېټاليې په مرسته په فعالیت پیل وکړ او ښځو او نجونو ته به يې د زرګرۍ او حكاكۍ په برخو كې روزنه وركوله.
خو له درېيو كلونو راهيسې ليلا حميدي او يوې بلې سوداګرې ښځې دا شركت پېرلی او اوس مهال يې کارونه دوی مخکې وړي. ليلا چې په دې شركت كې د ګاڼو جوړولو استاده ده وايي، د درېيو دورو په لړ کې يې ۴۶ تنه شاګردانې روزلې او درې كاله كېږي چې دا شركت په شخصي ډول چلوي: ((له متحد بانك څخه مې دوه لكه افغانۍ پور کړې او دوه زره ډالره مې هم خپله شخصي پانګه وه.))
نوموړې وايي، ښځې د سوداګريزو چارو د پيل لپاره له زياتو ستونزو سره مخ وي او كله هم چې په كار پيل وكړي، نو لويه اندېښنه يې دا وي چې خپلو محصولاتو ته څنګه بازار ومومي: ((تر هر څه وړاندې د ښځو لپاره د پور اخیستل خورا سخت کار دی، ډېری ښځې هغه اسناد نه لري چې بانکونه يې د پور په بدل کې غواړي، د بېلګې په ډول د ملکیت سند، دا په افغاني ټولنه کې د نارينهوو په نوم وي.))
نوموړې زياتوي، دويمه ستونزه دا ده چې پور باید د يوه کال په موده کې بېرته ادا شي، خو د نن ورځې بازار ته په کتو دا ستونزمن کار دی او يوه سوداګره ښځه نه شي کولای په يوه کال کې خپل کاروبار هومره پراخ کړي چې لګول شوې پيسې بېرته ترلاسه کړي.
ليلا حميدي وايي، تر دې وړاندې يې له زمرد افغان شرکت څخه ګران بیه ډبرې پېرلې، خو اوس خپل مشتريان لري چې ډبرې د کابل په نوي ښار کې د دوی شرکت ته ور وړي.
د سوړ بازار او پورونو ته د نه لاسرسي تر څنګ ښځې اومه توکو ته د لاسرسي په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي: ((لومړی درجه اومه توکي نه شو ترلاسه کولای، ځكه بېې يې ډېرې لوړې دي او دويم او درېيم درجه توکي چې بازار ته وړاندې کړو، ډېر کم خلک يې اخلي او وايي بيې مو لوړې دي.))
نوموړې وايي، په تېرو کلونو کې يې دتوکو بازار درلود، خو په وروستیو دوو کلونو کې بازار نشته. هغه زیاتوي په ځينو نندارتونونو کې وړيا ګډون ورکول کېږي، خو په ځینو نورو کې بيا په پیسو غرفې نيسي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.
سوداګرې ښځې داسې مهال د سوداګرۍ په برخه کې له شته ستونزو سر ټکوي چې جمهور رييس او لومړۍ مېرمن په ځلونو په غونډو او ناستو کې د افغان ښځو پر بسياينې ټينګار کړی او له دوی سره يې د ملاتړ ژمنې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA