ads

د هند د كركټ د غوره ليګ شل اوريزو سياليو پايلوبه سبا تر سره کېږي

ټاکل شوې د هند د كركټ د غوره ليګ شل اوريزو سياليو پايلوبه سبا د افغانستان په وخت ماښام اووه بجې په حيدراباد كې پيل شي.

نویسنده: sarwan
30 غویی 1396
د هند د كركټ د غوره ليګ شل اوريزو سياليو پايلوبه سبا تر سره کېږي

ټاکل شوې د هند د كركټ د غوره ليګ شل اوريزو سياليو پايلوبه سبا د افغانستان په وخت ماښام اووه بجې په حيدراباد كې پيل شي.
په پايلوبه كې به د رايزېنګ پونې سوپر جاينټ او ممبيي انډينز لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
تېره شپه د يادو سياليو په دويمه نيمه پايلوبه كې ممبيي انډينز لوبډلې کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته په شپږو وېكټو ماتې وركړه.
کلکته نايټ رايډرز لوبډلې په ۱۸ اعشاريه ۵ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۷ منډې وكړې، خو ممبيي انډينز لوبډلې وركړل شوى هدف په ۱۴ اعشاريه ۳ اورونو كې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او پايلوبې ته ووته.
کلکتې د چهارشنبې په ورځ سنرايزر حيدر اباد لوبډلې ته، چې د سږ كال سياليو كې يې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم ولوبول، په ماتې ورکولو سره دويمې نيمه پايلوبې ته لاره موندلې وه.
تر دې وړاندې په لومړۍ نيمه پايلوبه کې رايزېنګ پونې سوپر جاينټ لوبډلې ممبيي انډينز ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته لاره پيدا کړې وه، خو دا چې ممبيي انډينز او رايزېنګ پونې سوپر جاينټ لوبډلې د جدول لومړۍ او دويمه درجه لوبډلې وې، ممبيي ته دويم چانس ورکړل شوی و، ترڅو له کلکتې سره هم نيمه پايلوبه ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA