په كاپيسا ولايت كې ماين چاودنې د سړك جوړونې د يو شركت څلورو كار كوونكو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري كليد ته وويل، چې دا چاودنه پرون ماسپښين د نجراب ولسوالۍ په پټه درې سيمه كې شوې ده.
د والي د وياند په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې ماين تر هغه کانټينر لاندې ځاي پر ځاي شوي و، چې د ګازو څو بالونونه هم په كې خوندي وو.
قادري زياته كړه، چې په دې پېښه كې د سړك جوړونې د شركت دوه ساتونكي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
دا په روان كال كې د ماين دوهمه چاودنه ده، چې د كاپيسا په نجراب ولسوالۍ كې رامنځته كېږي او خلكو ته مرګ ژوبله اړوي.