بريتانوي استخباراتي ځواکونو د لندن په هېټرو نړيوال هوايي ډګر کې د پاکستان د دولتي هوايي شركت پي آى اې د يوې الوتكې عمله او مسافر وروسته له هغې برمته کړل، چې د مشکوکو چاودېدونکو توکو خبر يې ترلاسه کړ.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې بريتانوي پوليسو تر څو ساعتونو وروسته د پي آى اى شرکت د الوتکې عمله او ۱۳ مسافر بېرته خوشې کړي، خو په وينا يې د هغوى پاسپورټونه يې ورڅخه ضبط کړي دي.
پاکستاني چارواكو هيله ښودلې، چې د خوشې شوو كسانو پاسپورټونه بېرته ور وسپارل شي.
د نړۍ ډېرى هېوادونو پر پاکستاني الوتکو څار زيات کړى او پاكستان يې د ترهګرۍ ځاله بللې ده.